د عرب نیوز د راپور له مخې، د سکاټلنډ لومړي وزیر جان سوییني د دې هېواد په پلازمېنه اډینبورګ کې د یوې غونډې پرمهال په غزه کې د اسرائیلي رژیم روان وحشت نسلوژنه بللې ده.
نوموړي ویلي: “دا ډېره څرګنده ده، چې په فلسطین کې نسلوژنه روانه ده او دا نه شي ردېدای.”
له دې وړاندې د یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو مشرانو هم په غزه تړانګه کې روان وحشت ښکاره نسلوژنه بللې وه.
سربېره پر دې تېره اونۍ د امریکا د کانګریس استازې او د ډونالډ ټرمپ متحدې مارجوري ټیلر ګرین ویلي وو، چې اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو نسلوژنه کوي.
نوموړې په ټولنیزو رسنیو لیکلي وو: “په غزه کې نسلوژنه، بشري ناورین او لوږه وحشتناک دي.”
د نړیوالو له پرلهپسې غبرګونونو سره-سره د لومړي ځل لپاره اسرائیلو هم د خپل رژیم پر وړاندې غږ پورته کړی او دوو بنسټونو یې په غزه کې کړنې نسلوژنه ګڼلې ده.
د اسرائیلو د بشري حقونو ادارې (بتسلیم) د “زموږ نسل وژنه” په نوم پخپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسلوژنه ده.
د دې تر څنګ د اسرائیلو لپاره د بشري حقونو ډاکټرانو هم په یوه راپور کې په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسل وژنه ګڼلې وه او ویلي یې وو، چې اسرائیل په غزه کې د فلسطیني ټولنې د له منځه وړلو لپاره منظم او قصدي اقدامات کوي.

