د اسرائیلو د بشري حقونو ادارې (بتسلیم) د “زموږ نسل وژنه” په نوم پخپل وروستي راپور کې ویلي، چې په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسلوژنه ده.
په دې راپور کې، چې پرون دوشنبه خپور شوی، په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو جګړه، چې ۵۹ زره او ۹۲۱ فلسطینیان پکې شهیدان او ۱۴۵ زره او ۲۳۳ نور ټپيان دي، په کلکه غندل شوې ده.
په یاد راپور کې راغلي: “په غزه تړانګه کې د اسرائیلو د تګلارې او د هغې د وحشتانکو پایلو د ارزونې، همدارنګه د برید د موخو په اړه د لوړ پوړو اسرائیلي سیاستوالو او پوځي قومندانانو د څرګندونو قطعي پایله دا ده، چې اسرائیل په همغږۍ سره په غزه کې د فلسطیني ټولنې د له منځه وړلو هڅې کوي.”
په بله اصطلاح: “اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو نسلوژنه کوي.”
په راپور کې د ۲۰۲۴ له اکتوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو د بېځایه کولو په تړاو هم خبرې شوې دي.
په دې مستند کې لیکل شوي: “په شمالي غزه کې د اسرائیلو کړنې ډېری کارپوهانو د قومي تصفیې هڅه بللې ده. د ۲۰۲۴ تر نومبر میاشتې په عملي ډول شاوخوا ۱۰۰ زره فلسطینیان، چې په شمالي غزه کې اوسېدل، له خپلو کورنو بېځایه شوي دي.”
یاد راپور وايي، چې اسرائیلو د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او په اشغال شوي ختیځ بیتالمقدس کې هم تاوتریخوالی زیات کړی. داسې تاوتریخوالی، چې په ۱۹۶۷ کې د اسرائیلو له لوري د لوېدیځې غاړې له اشغال وروسته نه دی لیدل شوی.
د بتسلیم راپور په ۷۹ پاڼو کې خپور شوی او له هغو فلسطینیانو سره مستندې مرکې پکې ثبت شوې، چې د غزې په ۲۲ میاشتنۍ اوږده جګړه او بریدونو کې یې ژوند کړی.
د دې تر څنګ د اسرائیلو لپاره د بشري حقونو ډاکټرانو هم په یوه راپور کې په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسل وژنه ګڼلې او ویلي یې دي، چې اسرائیل په غزه کې د فلسطیني ټولنې د له منځه وړلو لپاره منظم او قصدي اقدامات کوي.
دا لومړی ځل دی، چې اسرائیل د خپل رژیم پر وړاندې غږ پورته کوي او په غزه کې یې کړنې نسلوژنه ګڼي.
په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جرمونو پر وړاندې له پخوا نړیوال غبرګونونه زیات وو او د دوی کړنې یې قومي تصفیه او نسلوژنه ګڼلې وه.
د ۲۰۲۳ په ډسمبر کې سویلي افریقا د عدالت په نړیوالو محکمه کې قضیه ثبت کړه، چې اسرائیل په غزه کې نسلوژنه کوي. د برازیل، هسپانیا، ترکیې او ایرلنډ په شمول ګڼ نور هېوادونه د سویلي افریقا له قضیې سره یو ځای شوي دي.

