ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاء الله عمري: تېرو پنځو کلونو کې ۱۱۰ ميليونه نيالګي کېنول شوي او ۷۱ زره شنې خونې جوړې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې نن، سه‌شنبه د روان کال د زمري په ۲۰مه، په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړیوال نندارتون د پرانیستی په مراسمو کې کړې دي.

مولوي عطاءالله عمري ویلي، چې په دې موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي دي.

ښاغلي عمري همدارنګه زیاته کړې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د سبزیجاتو تولید لپاره ۷۱ زره نویو شنو خونو په جوړېدو سره د میلیونونو افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو واردات کم شوي دي.

همدارنګه د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور ویلي، تر لسېزو وروسته اوس مهال افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې غوره زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د کرنې او اقتصاد برخو کې د پام وړ ګامونه اخیستي او پاملرنه زیاته شوې ده.

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې د قوش‌تیپې کانال د جوړولو پروژه د بشپړېدو وروستیو پړاوونو ته داخله شوې او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

عزیزي زیاته کړې، چې د پروژې د پاتې برخو د بشپړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او د مسوولینو د معلوماتو له مخې به یې کارونه ډېر ژر پای ته ورسېږي.

همدارنګه کابل کې د ایران سفیر علي‌ رضا بیکدلي ویلي، د ایران لوړپوړي چارواکي به د دغه نندارتون لیدنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

ښاغلي بیکدلي زیاته کړې، ایران د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نړیوال نندارتون کې د ۳۵ غرفو لرونکو شرکتونو او ۲۰ نندارچیانو شرکتونو په ګډون سره فعاله ونډه لري.