د امریکا د کانګریس استازې او د ډونالډ ټرمپ متحدې مارجوري ټیلر ګرین ویلي، چې اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو نسلوژنه کوي.
نوموړې په ټولنیزو رسنیو د غزې ناوړه بشري حالت غندلی. په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د تحمیل شوې قحطۍ او لوږې له امله ۱۴۷ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
د امریکا د کانګریس استازې لیکلي: “په غزه کې نسلوژنه، بشري ناورین او لوږه وحشتناک دي.”
د مارجوري ټیلر ګرین خبرې د بشري حقونو د سازمانونو او د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له هغو ارزونو سره سمون لري، چې په غزه کې یې د اسرائیلي رژيم کړنې له نسلوژنې سره ورته بللې دي.
ملګرو ملتونو نسلوژنه داسې تعریف کړې: “هغه کړنې چې د یوه ملت، قوم، نژاد او مذهبي ډلې د ټول جمعیت یا یوې برخې د نابودولو لپاره کېږي نسلوژنه ده.”
اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې له ۶۰ زره ډېر فلسطینیان شهیدان کړي او د غزې ډېری برخه یې په ویجاړیو بدله کړې ده.
له دې ټولو جرمونو سره-سره د کانګرس یو څو استازو د اسرائیلي رژیم کړنې نسلوژنه ګڼلې ده.
تېره اونۍ د کانګرس یوه بل دیموکرات غړي جان ګارامنډي هم د اسرائیلو تګلاره له نسلوژنې سره سمه بللې وه.
یوه ورځ وړاندې د اسرائیلو د بشري حقونو ادارې (بتسلیم) هم د “زموږ نسل وژنه” په نوم پخپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسلوژنه ده.

