ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مشر په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له رییس سره وکتل

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي پخپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) له لوی رییس جان ایلیف، د اړیکو برخې له مسول اشرف بلوچ او د دې برخې له مرستیال حمیدالله افغان سره وکتل.

په پیل کې ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال پروګرام لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان اړمنو خلکو، په ځانګړې توګه د طبیعي پیښو له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې، همکارۍ او د بشري مرستو کولو په پار له یاد سازمان څخه قدرداني کړې ده.

نوموړي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام تر منځ د کړنو ګډو ټکو ته په اشارې ټینګار کړی، چې د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پراخول د بشري او وقایوي پروګرامونو په اغېزمنه توګه پلې کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلي زیاته کړې، په نړیواله کچه اقلیمي بدلون پر افغانستان هم منفي اغېز کړی، چې وچکالۍ، سېلابونه او نورې طبیعي پېښې یې رامنځته کړې او د افغانستان د خلکو د ژوند او مالي زیانونو لامل شوې دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس په ټول هېواد کې له خطر سره د مخ سیمو د ډیټابیس چمتو کولو یادونه هم کړې او د وقایوي پروژو په پلي کولو کې یې د خوړو نړیوال پروګرام څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

هغه د استنادي دیوالونو، د اوبو ګرځولو کوچنیو بندونو او نورو محافظتي پروژو جوړولو په اړه وړاندیزونه کړي، تر څو د احتمالي راتلونکو ګواښونو سره په اغېزناکه توګه مقابله وشي.

محترم ترابي صاحب د هغو افغان کډوالو وضعیت ته هم اشاره کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه را ایستل شوي او د تورخم، اسلام قلعه او نیمروز ولایت د میلک په پولو کې دغو کډوالو ته د رسېدنې لپاره د جوړ شويو پروګرامونو او پنډغالو یادونه یې کړې او په دې برخه کې یې د ډبلیو اف پي د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي ترابي په وینا، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو کړې او هڅه کوي، چې په لنډ ممکن وخت کې همغږي او اړین اقدامات وکړي. هغه له همکارو سازمانونو څخه غوښتي، چې د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې چټکتیا او روڼتیا ته لومړیتوب ورکړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام لوی رییس له همکارۍ او ملاتړ څخه د مننې په څرګندولو سره د خوړو نړیوال پروګرام له لوري بشپړه ژمنتیا ښودلې، چې له دې ادارې سره به مرستې او همغږۍ ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې موجوده امنیتي چاپیریال د پروګرامونو په ښه توګه پلې کولو ته اجازه ورکړې او د خوړو نړیوال پروګرام ژمن دی، چې خپل فعالیتونه د داخلي بنسټونو سره په بشپړه همغږۍ ترسره کړي.

ښاغلي ایلیف یادونه کړې، چې د خوړو نړیوال پروګرام په دوو اصلي محورونو لکه بیړنۍ او پراختیایي مرستو کې فعالیتونه لري او هڅه به وکړي، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا مطرح شوې اړتیاوې او لومړیتوبونه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره شریک کړي، تر څو د پراختیایي او وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره اړین ملاتړ راجلب کړي.

په پای کې دواړو خواوو د همغږۍ د لا پیاوړتیا، تخنیکي او بشري همکارۍ د پراخولو، او د وقایوي پروګرامونو د پلې کولو او د کډوالو وضعیت ته د رسېدو لپاره د مالي سرچینو په راجلبولو ټینګار کړی دی.