د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر ښاغلي فیلیپو ګراندي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوول عرفات جمال سره په لیدنه کې له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د افغان راستنېدونکو د حالت او د مرستو رسولو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي ګراندي ويلي، کابل ته یې د سفر موخه له نږدې د افغان راستنېدونکو د حالت ارزول او ورسره د مرستې کولو لپاره د مالي سرچینو جلب دی.
نوموړي په افغانستان کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ له کارکوونکو سره د اسلامي امارت له همکارۍ مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ځينې وخت سیاسي مسایلو د افغان راستنېدونکو لپاره بشري مرستې اغېزمنې کړي، خو بیا هم هڅه کوي چې د اړمنو لپاره کافي مالي منابع راجلب او مرستې ورته ورسوي.
فیلیپو ګراندي ویلي، چې په کابل کې به د نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک له استازو سره د افغان راستنېدونکو د لاسنیوي په موخه ناسته وکړي او همدارنګه به له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د راستنو شویو افغانانو وضعیت له نړیوالو سره هم شریک کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې هرات ته د سفر نیت لري او له هغه ځایه به ایران ته لاړ شي، څو د افغان راستنېدونکو او هلته د مېشتو افغانانو د وضعیت پیغام به له تهران سره شریک کړي
ښاغلي ګراندي د خپلو خبرو په پای کې یادونه کړې، چې په جبري ډول د افغانانو د ایستلو په هکله د اسلامي امارت له دریځ سره همغږی دی او همدارنګه د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه یې د درې اړخیزو ناستو پر ژر پیل ټېنګار کړی دی.
مولوي عبدالکبیر ښاغلي فیلیپو ګراندي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نوموړي سفر کابل ته مهم یاد کړی دی.
نوموړي ويلي، افغانستان چې له اقلیمي بدلون او اوږدې جګړې ځپل شوی، ایران او پاکستان هره ورځ زرګونه افغانان په جبري ډول راباسي، چې دا چاره د هېواد پر اقتصاد او ټولنیزو خدماتو منفي اغېز کړی.
مولوي عبدالکبیر په ډله ییز ډول د افغان کډوالو ایستل د اندېښنې وړ بللي او ټینګار یې کړي، چې د افغان راستنېدونکو حقونه او پانګه باید په کوربه هېوادونو کې ضایع نه شي.
نوموړي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره لنډمهاله سرپنا او خدماتو په موخه اړین ګامونه اخیستي خو اړتیا ده چې په ټولنه کې د راستنېدونکو د ادغام لپاره ورته دایمي سرپنا برابره شي او په دې برخه کې يې د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.
په پای کې مولوي عبدالکبیر له ایران او پاکستان سره د درې اړخېزو ناستو لپاره د چمتووالي یادونه کړې او ویلي یې دي، چې تر را روان ژمي مخکې باید راستنو شویو ته سرپناه چمتو شي.

