ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: نړیوال بنسټونه دې د کډوالو په ملاتړ او د حقونو په تامین کې خپل مسوولیت ادا کړي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتانبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې روزا اوتانبایوا د راستنو شویو کډوالو موضوع په مدیریت کې د افغانستان اسلامي امارت د مسوولینو د فعالیتونو او کړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان مقاماتو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د اخراج لړۍ د درېدو په موخه څو غونډې کړې چې هیله ده د افغانانو په ګټه ښې پایلې ولري.

نوموړې زیاته کړې، چې د بشري مرستو په برخه کې د مالي سرچینو د کموالي سره سره به دغه سازمان له افغانانو، په ځانګړي ډول له کډوالو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه راز په افغانستان کې د UNHCR دفتر مسوول عرفات جمال د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري راستنو شویو کډوالو ته د بېلابېلو خدماتو د وړاندې کولو مننه کړې او ویلي یې دي، که څه هم په افغانستان کې اقتصادي ستونزې شته، خو خلک په پرانیستې غېږ د راستنو شویو کډوالو هرکلی کوي، چې دا واقعا د ستاینې وړ دی.

 نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان له لوري افغان کډوالو ته د ۱۰میلیون ډالرو نغدې مرستې د ځانګړي کېدو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې یاد سازمان هڅه کوي په دې برخه کې زیاتې پیسې ترلاسه کړي.

 مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان بشردوستانه مرستو قدرداني کړې او ویلي یې دي، راستنو شویو کډوالو سره د همکارۍ په موخه ډېرې اړتیاوې شته چې اړینه ده مسوول بنسټونه دې برخې ته پاملرنه وکړي.

نوموړي د اسلامي امارت له لوري راستنو شویو کډوالو ته د خدماتو برابرولو ته په اشارې زیاته کړې، چې په اسلام‌کلا بندر او ابریشم پله کې د کاري ځواک د زیاتوالي، د کافي خوړو او څښاک اوبو د برابرولو، د ګومارل شویو کمېټو ترمنځ د شبکه‌يي اړیکو د رامنځته کولو او د کډوالو لپاره د زیاتو هنګرونو او کېږدیو د جوړولو په برخه کې ډېر اقدامات شوي او مسوولین هڅه کوي چې ژر تر ژره د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي. همدا راز ښاغلي حنفي له مسولو نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له کډوالو سره د مرستې او د هغوی د حقونو په تامین کې خپل  مسولیتونه ادا کړي.کړي.