ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې د اوربند خبرې د اسرائیلي عسکرو د وتلو پر سر ځنډېدلې دي

رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي یرغلګرو تر منځ د اوربند خبرې اترې له غزې څخه د اشغالګرو د وتلو پر سر د اختلاف له امله ځنډېدلې دي.

یوې فلسطینۍ سرچینې رویټرز ته ویلي، حماس د اسرائیلي رژیم هغه وړاندیز شوې نقشه رد کړې، چې پر بنسټ یې د رفح د سویلي سیمو او د شمال او ختیځ یو شمېر برخو په شمول د غزې ۴۰ سلنه د اسرائيلو تر اشغال لاندې پاتې کېږي.

سربېره پر دې بشري مرستې او د جګړې د پای ته رسولو تضمین هم په مذاکراتو کې اختلافي مسایل ګڼل شوي دي.

د اوربند د ځنډېدو تر څنګ اسرائیلي یرغلګرو په غزه تړانګه کې خپلو وحشتونو او نسل‌وژنې ته دوام ورکړی.

د غزې روغتیايي کارکوونکي وايي، چې پرون شنبه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان شهیدان شوي. په شهیدانو کې ۳۴ هغه کسان هم شامل دي، د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د حماس او اسرائیلو پلاوي لا هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي او هڅه کوي، چې د بندیانو د خلاصون، اسرائیلي عسکرو د وتلو او د جګړې پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.