ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۱۰ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې پرون شنبه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

په شهیدانو کې ۳۴ هغه فلسطینیان هم شامل دي، چې د سویلي رفح ښار د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

په رفح کې عیني شاهدانو ویلي، چې صهیونیستي عسکرو د مرستو د وېش یوه مرکز ته پر راټولو شویو فلسطینیانو مخامخ ډزې وکړې.

یوه ژوندي پاتې فلسطیني سمیر شعت الجزیرې ته ویلي: “هغه کڅوړې چې باید په خوړو ډکې شوې وای، په کفونونو بدلې شوې. زه لوړه کوم چې دا د مرګ له دام پرته بل څه نه دي.”

نوموړي، چې د خان یونس په ناصر روغتون کې د خپل ملګري د جسد سر ته ناست و، زیاته کړې: “دوی په بشپړ لېونتوب پر خلکو ډزې وکړې. ما د خپل ملګري جسد د شهیدانو په منځ کې په اوږو را وایست.”

د محمد په نوم یوه بل ژوندي پاتې فلسطیني پلار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: “دوی موږ دوکه کړو او اجازه یې راکړه، چې بشري مرستې تر لاسه کړو. د بشري مرستو د کڅوړو وړلو اجازه یې راکړه او بیا یې د ښکار شویو مرغیو په څېر ډزې راباندې وکړې.”

د راپورونو له مخې، اسرائیلي عسکرو له مخکیني خبرداري پرته په مرستو اخیستونکو فلسطینیانو ډزې کړې دي.

په غزه کې روغتیايي کارکوونکي وايي، چې په مې میاشت کې د غزې د بشري بنسټ له جوړېدو راهیسې د مرستو د وېش په مرکزونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او له ۵ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.