د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار، په ویانا کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) د عملیاتي برخې له رییس ښاغلي بو متیانس او په افغانستان کې د یاد دفتر له مشر ښاغلي پولیک اوک سیری سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي مرستیال د نشهيي توکو پر وړاندې د UNODC د دوامدارې همغږۍ مننه وکړه او د معینیت وروستي فعالیتونه یې له استازو سره شریک کړل.
ملا عبدالحق اخوند همکار له یاد بنسټ وغوښتل چې د بدیل کښت او د روږدو کسانو د درملنې، حمایې او راټولولو په برخو کې خپل ملاتړ زیات کړي.
بلخوا د UNODC پلاوي د معینیت هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې همکارۍ به دوام ومومي. یاد پلاوي له بزګرانو سره د مرستو او له روږدو کسانو سره د ملاتړ په برخه کې د همکاریو ژمنه هم وکړه.

