ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د افغان کډوالو هرې ستونزې ته رسېدنه کوو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت له سرقونسل مولوي عبدالجبار تخاري او د کډوالو یو شمېر افغان فعالانو سره لیدنه کړې.

مولوي عبدالجبار تخاري ویلي، چې تر دې مهاله د پاکستان د کراچۍ ښار له بندخونو څلور زره او ۵۰۰ افغانان راخوشې شوي او اوسمهال د افغانانو پر وړاندې د ناسم چلند پېښې کمې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان قونسلګرۍ لخوا په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یوه ځانګړې کمېټه رامنځته شوې او پر وخت یې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.

دغه‌راز د ناستې پر دوام مولوي عبدالجبار تخاري په کراچۍ ښار کې د افغانانو د یو لړ ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د افغان ډيپلوماتانو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې تر دې مهاله په بهر کې د اسلامي امارت د استازولیو لخوا افغانانو ته مناسب خدمات وړاندې شوي او د کډوالو چارو وزارت هڅه کوي، څو له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په کراچۍ ښار کې د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به شویو وړاندیزونو ته حللارې ولټوي او د وړاندې شویو امکاناتو په چمتو کولو کې به همکاري وکړي.