حماس اسلامي غورځنګ پرون چهارشنبه اعلان کړی، چې په غزه کې یې د اوربند په موخه د ۱۰ اسرائیلي بندیانو له خوشي کولو سره هوکړه کړې ده.
یاد غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي: “د غورځنګ مشران د روانو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، تر څو داسې هر اړخیزه پرېکړه وشي چې د ملت پر وړاندې مو جګړه پای ته ورسوي، بشري مرستو ته لاره هواره کړي او په غزه کې د مخ پر زیاتېدونکي رنځ کچه راټیټه کړي.”
دغه راز ټینګار یې کړی، چې د مرستو پر دوام، له غزې څخه د اشغالګرو د وتلو او د تلپاتې اوربند لپاره د ريښتیني تضمین په تړاو په ځینې موضوعاتو لا هم مذاکرات کېږي.
د حماس یوه چارواکي طاهر النونو ویلي، چې د اوربند له وروستي وړاندیز سره یې هوکړه کړې او د خپلو خلکو د ساتنې، د نسلوژنې د جرم مخنیوي او په باعزته او ازادانه بڼه غزې ته د بشري مرستو د لېږد لپاره یې اړینه نرمي ښودلې، تر څو په بشپړ ډول جګړه پای ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، هغه سیمې چې اسرائیلي عسکر باید د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه ترې ووځي، داسې باید تنظیم شي چې د خلکو ژوند اغیزمن نه کړي او د دویم پړاو خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي.
د اوربند له هڅو او امکان سره-سره اسرائیلي یرغلګرو د کلابندې غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونو جاري ساتلي او یوازې پرون چهارشنبه یې لږ تر لږه ۷۴ فلسطینیان شهیدان کړي. په شهیدانو کې ۸ هغه کسان هم شامل دي، چې د غزې بشري بنسټ ته د مرستو اخیستلو په تمه راټول شوي وو.

