امریکا د سوریې د انتقالي دورې د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ د هیئت تحریر الشام نوم د دوی په اصطلاح د تروریستي ډلو له نوملړه لېرې کړ.
دا ګام پر سوریه د واشنګټن د بندیزونو له لېرې کېدو وروسته اخیستل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې نن سېشنبه به له یاد نوملړه د هیئت تحریر الشام نوم وایستل شي.
هیئت تحریر الشام د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د بشار الاسد رژیم نسکور او د سوریې واک یې ترلاسه کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې پر حکومت بندیزونه هم له منځه یووړل او هیله یې څرګنده کړه، چې دا جګړه ځپلی هېواد به بېرته له نړیوال اقتصاد سره یو ځای شي.

