د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سوریه د امریکا لګول شوي بندیزونه لېرې کړل.
ټرمپ یو اجرایوي امر لاسلیک کړی، چې پر سوریه بندیزونه پای ته ورسره رسېږي. د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو څه باندې شپږ میاشتې وروسته دا ګام اخیستل شوی او ښايي په سوریه کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.
امریکا د سوریې پر دولت په ۲۰۱۱ کې له کورنیو جګړو وړاندې سخت بندیزونه لګولي وو.
ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “امریکا د داسې سوریې ملاتړ ته ژمنه ده، چې باثباته، متحده او له ځان او ګاونډیو سره سوله ولري.”
د امریکا ولسمشر په تېره مې میاشت کې منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه به لېرې کوي. وروسته یې د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره هم لیدنه کړې وه.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني ویلي، چې د بندیزونو له لېرې کېدو سره به د اقتصادي بیارغونې پر وړاندې خنډ لېرې شي او سوریه به د نړیوالې ټولنې پر مخ پرانیستل شي.

