د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې د دې هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه ښکاره او بېساري جنایت بللی او ویلي دي، چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوالو قوانینو، د اټومي وسلو د نه خپرېدو (NPT) له هوکړې او له بنسټیزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: “د امریکا برید ایران اړ کړی، چې د خپل مشروع دفاع حق په چوکاټ کې له هغو انتخابونو ګټه واخلي، چې د دښمن له محاسباتو او درک څخه لوړ دي او پر دې خاوره تېري کوونکي دې د پښېمانه کوونکو ځوابونو په تمه شي.”
سپاه پاسداران زیاته کړې، چې په دې برید کې د ګډون کوونکو الوتکو د الوتنې ځایونه معلوم او تر څېړنې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، د «وعده صادق ۳» عملیات، چې تر دې دمه یې اسرائیلو شل څپې تجربه کړي، لا به هم د صهیونیستي رژيم پر زېربناوو، ستراتیژیکو مرکزونو او منافعو په دقیق او هدفمند ډول روان وي.

