د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۱مې ناستې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد اسحاق ډار سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ پر راتلونکې ناسته، دوه اړخيزو اړيکو او سيمهييزو پروژو سربېره په دوه اړخيزې سوداګرۍ او ټرانزيټ خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړېدو سره هيله څرګنده کړې، چې په دوه اړخيزو اړيکو کې به عملي همکارۍ لا پراخه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم هیله ښودلې، تر څو دواړه هېوادونه د افغان ټرانس د پراختيا په څېر سترو پروژو کې عملي پرمختګ وکړي.

