په سیمه کې د وروستیو شخړو له رامنځته کېدو ورسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې اسلامي امارت له منځنۍ اسیا سره وارداتي مسیرونه پياوړي کړي او په بازارونو کې د سون او نورو اړینو توکو د کمښت په اړه هېڅ اندېښنه نشته.
نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان بهرنۍ سوداګري له ځنډ پرته په منظم ډول روانه ده او د وارداتو، ترانزیټ او په کورنیو بازارونو کې د توکو عرضه په عادي ډول جریان لري.
د ښاغلي جواد په خبره، د هېواد اقتصاد باثباته دی او له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ د اقتصادي زیانونو او احتکار مخنیوي په موخه اغېزمن تدابیر نیول شوي دي.
د چارو شنونکي وايي، چې که څه هم په سیمه کې د جګړې اوږدېدل په اقتصادي برخه کې په هېوادونو منفي اغېز کوي، خو افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له بدیلو لارو ګټه اخیستی شي.
له دې وړاندې مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې له ایران سره د افغانستان ګمرکي او سوداګریزې چارې د پخوا په څېر عادي روانې دي. دغهراز په بندر عباس کې هم د افغانستان د سوداګریزې توکو بارګیري له کومې ستونزې پرته په عادي ډول جریان لري.

