د مالیې وزارت وايي، چې له ګاونډي هېواد ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه پرانیستي دي او ګمرکي او سوداګریزي چارې له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روانې دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې د ایران په بندر عباس کې هم له کومې ستونزې پرته د افغانستان د سوداګریزو توکو بارګیري په عادي ډول روانه ده.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، یوازې د تېرې شنبې په ورځ د غبرګولي پر ۲۴مه د فراه ابونصر فراهي، نیمروز او د ایران لوري ګمرکونه په دې هېواد کې د ځینو مراسمو په موخه تړل شوي وو، چې پرون (یکشنبه، د غبرګولي ۲۵مه) بېرته پرانیستي او چاري یې د پخوا په څېر په عادي توګه روانې دي.

