د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۵۹ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
په شهیدانو کې ۱۷ هغه فلسطینیان هم شامل دي، چې د مرستو اخیستلو په موخه راټول شوي وي.
په غزه کې فلسطینیانو الجزیرې ته ویلي، چې صهیونیستي عسکرو د بشري مرستو د اخیستلو په موخه پر راټولو شویو فلسطینیانو له مخکیني خبرداري پرته برید وکړ.
اسرائیلي یرغلګر د نورو جرمونو تر څنګ هغه فلسطینیان هم په نښه کوي، چې د مرستو اخیستلو په موخه راټول شوي وي.
په غزه کې لوږې، قحطۍ او بشري ناورین فلسطینیان اړ کړي، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مرستو د وېش خطرناکو مرکزونو ته راټول شي، خو اسرائیلي یرغلګرو پرلهپسې په مرمیو او بمونو ځواب ورکړی دی.
تېره شنبه هم لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان، چې ډېری یې د بشري مرستو اخیستلو هڅه کوله، شهیدان شوي دي.
په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې نږدې ۵۵ زره او ۳۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
سربېره پر دې دې د دې تړانګې اوسېدونکي د کلابندۍ له امله له سختې لوږې او بشري ناورین سره مخ دي.

