د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اټومي مذاکراتو او د اوکراین د جګړې په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، پوتین خپل امریکايي سیال ته ویلي، چې د روسیې پر الوتکو د اوکراین وروستي برید ته به ځواب ورکړي.
نوموړي د روسیې او اوکراین د سولې خبرې ګټورې بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوکرایني چارواکي سوله نه غواړي.
که څه هم چې ټرمپ د خبرو او فشار له لارې هڅه کړې، چې مسکو او کیېف سولې او اوربند ته غاړه کېږدي، خو په وروستیو کې د دواړو لوریو تر منځ جګړې زور اخیستی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې له خپل روسي سیال سره یې یو ساعت او ۱۵ دقیقې تلیفوني خبرې کړې او د اوکراین د برید او ایران په تړاو یې بحث کړی دی.
ټرمپ په سوشل میډیا لیکلي: “موږ د روسیې پر الوتکو د اوکراین د برید او د دواړو لوریو پر بېلابېلو بریدونو خبرې وکړې. دا خبرې ګټورې وې، خو دومره نه چې سملاسي سولې ته لاره هواره کړي.”
دغه راز ټرمپ له پوتین غوښتي، چې له ایران سره د امریکا په اټومي مذاکراتو کې ګډون وکړي.
اوکرایني چارواکي څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د روسیې په خاوره کې يې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت ۴۱ جنګي الوتکې په نښه کړې دي.
پوتین تازه له ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کې دې برید ته د ځواب خبرداری ورکړی دی.
د دې تر څنګ د روسیې او اوکراین تر منځ د ترکیې په استانبول کې د سولې او اوربند په موخه دوه پړاوه خبرې اترې شوې دي.
په لومړي پړاو کې دواړو لوریو د یوه او بل د زرو بندیانو په خوشي کولو هوکړه کړې وه. په دویم پړاو کې بیا هم د اوربند په تړاو کوم پرمختګ نه دی شوی، خو دواړه لوري د جنګي بندیانو پر تبادله سلا شوي دي.

