د کرنې وزارت ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د اوزبیکستان پلاوی د یاد هېواد د اوبو وزیر شوکت همرایوف په مشرۍ د بلخ په ولایت کې د امو سیند له تخریب شویو څنډو څخه لیدنه کړې.
د افغانستان او اوزبیکستان چارواکو د دغه سفر په ترڅ کې د امو سیند شاوخوا له بېلا بېلو ویجاړو شویو سیمو څخه لیدنه کړې او د نورو ویجاړیو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
د دې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان له لوري د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ کمېټه، چې په کې د بلخ والي محمد یوسف وفا، د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالحق همکار، د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر، د اقتصادي کمیسون اقتصادي رییس ابراهیم حکمت، د دفاع وزارت او چارو ادارې استازو ګډون درلود او دغه راز د اوزبیکستان هېواد څخه د دغه هېواد د اوبو وزیر شوکت همرایوف په مشري پلاوي، عصمت اکه د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړی استازی او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و.

