د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د خصوصي سکټور او مرسته کوونکو ملاتړو بنسټونو ترمنځ د خصوصي سکټور خبرې اترې، ننګونې او فرصتونو تر سرلیک لاندي اقتصادي ناسته وشوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې ناسته کې ویلي، چې هېواد کې د تېر په پرتله پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او دغه وزارت ژمن دی، چې په کور دننه او بهر کې سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.
نوموړي دغهراز له نړېوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنې د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وایې، چې هېواد کې ۸۰ سلنه اقتصادي ستونزې د حل په درشل کې دي او نړیواله ټولنه دې افغانستان کې پانګونې ته لار هواره کړي.
بلخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اندریکا رتوات ژمنه کړې، چې په اقتصادي برخه کې به د افغانستان لاسنیوی کوي.
نوموړي ویلي: “د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ افغانستان کې د بېکارۍ کچه راټېټه شوې او موږ لا هم هڅه کوو، چې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه او په ټولو برخو کې د کوچنیو او لویو سوداګریو زمینه برابره کړو.”
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې: “د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري ۱۰۰۰ صنعتي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي،
شاوخوا ۶۰۰ غوښتونکو هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او
د کورنیو تولیداتو شمېر له ۴۸ څخه ۱۳۳ قلمو ته رسېدلی.
دغهراز د صادراتو برخې ته زیاته پاملرنه، د کورنیو تولیداتو نندارتونونو جوړول، د هوایي دهلیزونو پرانیستل او د صادراتي توکو د لیږد پر مهال په مالیاتي تعرفو کې کموالی د صادارتو د زیاتوالي لامل بلل کیږي.”
اقتصادي شنوونکې هېواد کې دا ډول اقتصادي ناستي مهمې او ګټورې بولي.
د یادونې وړ ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او نژدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکې وېش بهیر هم پیل شي.

