د رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په لارښوونه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري په مشرۍ یوه پلاوي بدخشان ولایت ته سفر کړی.
دغه سفر د دې ولایت د یفتل ولسوالۍ په بازار کې د ځایي خلکو او مجاهدینو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې د څېړلو په موخه تر سره شوې دی.
ملا نورالله نوري، د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین ږیرو سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي ځای نه لري او د بدخشان او نیمروز خلک په یوه تله تلي.
دغه راز یاد پلاوي خلکو ته ډاډ ورکړی چې د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته وسپارل شي.

