د برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، په مشرۍ تخنیکي پلاوي د ازبکستان د وزیرانو شورا اړوند د تخنیکي مقرراتو ادارې له رییس ډاکټر اکمل جومانظروف سره لیدنه کړې.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي؛ چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د برېښنا سکټور د تخنیکي معیارونو، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
دغهراز یاد پلاوي د دې ادارې له پرمختللو لابراتوارونو، د معیار عیارول (Calibration)له مرکزونو او د برېښنايي تجهیزاتو د ازمایښت له پروسو څخه هم لیدنه کړې.
ورته مهال ملا عبدالحق همکار د افغانستان برېښنا شرکت د ازمایښتي تجهیزاتو د نړیوالو معیارونو مطابق د معیار عیارول(Calibration)، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د عصري ګرځنده (Mobile) لابراتوارونو د رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې، ترڅو د برېښنا شبکې تخنیکي ستونزې په چټکۍ سره تشخیص او حل شي.
همدارنګه د ازبکستان لوري د برېښنا شرکت د تخنیکي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د تجهیزاتو د معیار عیارول(Calibration)، تخصصي روزنیزو پروګرامونو او د ګرځنده لابراتوارونو د برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ چمتووالی څرګند کړی دی. په پای کې دواړو لوریو د تخنیکي تجربو د تبادلې، د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د برېښنا سکټور د کیفیت او اعتبار د لوړولو لپاره د دوامدارو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

