ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دوحې ناسته؛ د افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز رول پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د دوحې فورم په دویمه ناسته کې د سیمه‌ییز پیوستون له لارې افغانستان اقتصاد ته د ودې ورکولو تر عنوان لاندې د افغانستان په اړه خبرې شوې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ خبرو اترو کې د اسانتیاوو را منځته کوونکي پر رول او د تعامل د دوام پر اړتیا ټینګار کړی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، قطر تل د خبرو اترو مرکز پاتې شوی دی، د افغانستان له موضوع سربېره، موږ د منځنګړي په توګه خپل چمتووالی څرګند کړی، څو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د واټن په کمولو کې مرسته وکړو.

نوموړي زیاته کړې، تر اوسه مو درې پړاوه د ځانګړو استازو ناستې ترسره کړي دي او موږ تل د دې تعامل د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی، ځکه پرته له تعامل هېڅ بله لاره نه شته.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو رییس عبدالحي قانت هم خبرې وکړې او ویلي یې دي، چې نړۍ له افغانستان سره په اقتصادي چلند کې غوره پایلو ته رسېدلې؛ خو د ګواښ په توګه د دوی چلند کومه پایله نه ده ورکړې.

نوموړي ویلي: «د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره، د سیمې هېوادونو دوه متفاوت لیدلوري په پام کې ونیول. لومړی امنیت محوره لید لوری دی چې ډېر په امنیتي مسایلو تمرکز لري. خو دویم لید لوری اقتصاد محوره دی، چې هڅه کیږي افغانستان له سیمې سره یو پارچه شي. د ډېرو همکاریو زمینه را منځته کړي او افغانستان د اقتصادي پروژو او ټرانزیټ له لارې د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.»

بل لور ته د افغانستان لپاره د اوزبېکستان  ځانګړي استازي ویلي، چې اوزبېکستان  افغانستان ته د ګواښ نه، بلکې د فرصت په سترګه ګوري. 

نوموړي زیاته کړې، چې د همدې لید له مخې یې هېواد له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکاري لري.

افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف ویلي: «بې پرمختګه امنیت نشته او بې امنیته پرمختګ هم ممکن نه دی. له همدې امله موږ نن له افغانستان سره په پراخه کچه همکاري لرو او امنیت د دې همکارۍ یوه مهمه برخه ده.»

همدارنګه د اوزبېکستان  د ستراتیژیکو څېړنو رییس د مرکزي او جنوبي اسیا سره د افغانستان دوامداره اتصال د ثبات او پرمختګ بنسټ بللی او اقتصادي همکاری یې د افغانستان د ملاتړ تر ټولو اغېزمنه وسیله بللې دی.

ډاکټر الدور اریپوف د ازبیکستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو رییس ویلي:”له بده مرغه، د کلونو لپاره افغانستان یوازې د امنیتي ګواښونو له نظره لیدل شوی او نړیوال تعاملات هم زیاتره پر لاسوهنو او پوځي عملیاتو ولاړ وو. موږ باور لرو چې نوې تګلارې ته اړتیا ده. زموږ دریځ روښانه دی؛ اقتصادي همکاري د افغانستان د پرمختګ د ملاتړ تر ټولو ښه او اغېزمنه لاره ده.”

دغه‌راز د قطر د یوه پوهنتون استاد ډاکټر ولید زیاد، د تاریخي لید له مخې ویلي، چې مرکزي او جنوبي اسیا د یوې اوږدې دورې د بېلوالي د پای ته رسېدو په درشل کې دی، د ټاپي او کاسا–۱۰۰۰ په څېر پروژې د سیمې د بیا نښلېدو سمبولونه دي.

ډاکټر ولید ویلي: “د هغه چا په توګه چې په اوزبېکستان ، افغانستان او پاکستان کې مې له ۱۵۰ څخه په ډېرو ښارونو کې څېړنې کړې دي، زه په څرګنده ټینګار کوم چې مرکزي او جنوبي اسیا په اصل کې یوه واحده او تړلې سیمه ده. د ټاپي، د شمال–جنوب دهلېز او کاسا–۱۰۰۰ په څېر پروژې د دې سیمه‌ییز تړاو د ژورو تاریخي واقعیتونو معاصرې نښې دي.”

دغه پنل وښوده چې یوه ورو ورو رامنځته کېدونکې اجماع د څرګندېدو په حال کې ده، چې له مخې به یې د افغانستان انزوا پای ته ورسېږي او دا به د اقتصادي نښلونې، سیمه‌ییزې همکارۍ او ډیپلوماټیک تعامل له لارې تحقق ومومي.