ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یوناما مرستیال بامیان ته سفر کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي اندریکا راتواته د ملګرو ملتونو پروګرامونو نظارت او د خلکو پر ژوند د دې پروګرامونو اغیزو ارزونې په موخه بامیان ولایت ته سفر کړی دی.

 په دې سفر کې د یوناما مرستیال د بامیان له والي مولوي عبدالله سرحدي او یو شمېر سیمه‌ییزو مسولینو سره په لریو پرتو سیمو کې د بشري خدمتونو د پراختیا د لازیاتې همغږۍ په موخه خبرې کړې دي.

نوموړي همدارنګه د پروګرامونو پر نظارت او ارزونې ټینګار کړی او ویلي یې دي، دغه اطلاعات کولای شي اړمنو ته د مرستو رسېدو او ډاډ ترلاسه کولو په برخه کې ګټور تمام شي.