له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د «اکټید» نړیوالې مرستندویې موسسې له رییس هنس جوهانس سره په لیدنه کې د ۶۷۳ زره او ۵۰۳ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي د احتمالي پېښو پر وړاندې د چټکې همغږۍ غبرګون اړتیا ته اشاره وکړه او د زیانمنو کسانو د حالت ښه مدیریت لپاره یې د مسولو ادارو ترمنځ پر اغېزناکې همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز د بشري مرستو د پروژو پر روڼتیا، موثریت او چټک تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ادارو ترمنځ همغږي د دې پروژو د بریالیتوب مهم لامل دی.
همدارنګه ښاغلي ترابي د پروژو د اداري لګښتونو د راکمولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې یادې ادارې د مرستندویو موسسو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په ورته مهال، د «اکټید» نړیوالې موسسې رییس هنس جوهانس، له بشردوستانه موسسو سره د همکارۍ او ملاتړ په برخه کې د امادګۍ ملي ادارې له دریځ څخه مننه وکړه.
نوموړي د یادې پروژې جزییات تشریح کړل او ډاډ یې ورکړ، چې پروژه به په بشپړه روڼتیا او ټاکلي وخت کې عملي شي.
د دې هوکړې له مخې به یاده موسسه د بدخشان ولایت په شهر بزرګ، تشکان او کشم ولسوالیو کې د وچکالي له امله زیانمنو یو زر او ۱۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستې سربېره په بدخشان، تخار، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د وچکالۍ له امله زیانمنو ته خدمتونه وړاندې کړي او په بدخشان کې به د اوبو رسولو څلور شبکې بیا ورغوي.

