د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، هېواد یې غواړي په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په ۸۰یمه عمومي غونډه کې فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
له دې وړاندې فرانسې او برېتانیا هم اعلان کړی و، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د دې تر څنګ د کاناډا لومړي وزیر د اسرائیلي رژیم هغه تګلاره غندلې، چې په غزه کې د بشري ناورین سبب شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې کاناډا دا چلند نه مني او د ولسي وګړو د حقونو د درناوي او د سیمې د امنیت او ثبات غوښتنه کوي.

