ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبیکستان له سفیر سره د برېښنا د پروژو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر پخپل کاري دفتر کې د اوزبیکستان له سفیر اُیبیک عثمانوف سره کتلي.

په دې لیدنه کې د برېښنا اړوند لویو پراختیايي پروژو په تړاو خبرې شوې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او اوزبیکستان تر منځ په اقتصادي همکاریو کې نوي پرمختګونه ستایلي او د ګډو اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

د اوزبیکستان سفیر له افغانستان سره د برېښنا په شمول په ګڼو اقتصادي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا خوښي ښودلې او د همکاریو د دوام او پیاوړتیا ډاډ یې ورکړی دی.

سربېره پر دې دواړو لوریو د برېښنا د نویو پروژو او لا همغږۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې دي.