ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره د افغان کډوالو په تړاو تلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره تلیفوني خبرې وکړې.

په دې مکالمه کې پر دوه اړخیزو مسایلو، په غزه کې د بشري ناورین او له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې انساني وضعیت کړکېچن یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې اغېزناک اسلامي هېوادونه دې په دې تړاو خپل مسولیت ادا او د غزې پر خلکو دې د اسرائیلي رژیم له خوا تپل شوی د لوږې او نسل‌وژنې ډله‌ییز کړاو پای ته ورسوي.

مولوي امیر خان متقي همداراز له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړی، چې د ایستلو پر مهال دې تدریج او عزتمندانه اصلونو ته درناوی وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې هڅه به وکړي تر څو له هېواد څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په تدریج او پتمن ډول داسې پر مخ ولاړه شي، چې حقونه یې ضایع نشي.

سید عباس عراقچي په غزه کې د روان وضعیت په تړاو ویلي، چې اړتیا ده د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته را وبلل شي، ترڅو د غزې د کړکېچ حل‌لارو موندلو په اړه پکې خبرې وشي.