د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې د غزې پر وضعیت خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطیني وګړو د امنیت خوندیتوب په برخه کې باید هر ډول ممکنه هڅې وشي.
ښاغلي مکرون د مصر له ولسمشر سره له خبرو وروسته ویلي: “موږ دا نشو منلای چې فلسطینیان او په زیاته کچه ماشومان د لوږې له امله مړه شي.”
امانوېل مکرون له دې وړاندې اعلان کړی و، چې فرانسه به د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د نړۍ نږدې ۱۳۹ هېوادونو فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی. تېر کال هم اسپانیا، ایرلنډ او ناروې په رسمي ډول فلسطین په رسمیت وپېژاند.

