ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي د “WFP” نړيوال سازمان له نوي مشر سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي افغانستان کې د “WFP” نړيوال سازمان له نوي مشر، جان آیلیف سره لیدنه کړې.

 ښاغلي متقي په افغانستان کې د یاد سازمان له خوا د وړاندې شویو مرستو مننه کړې او ټینګار يې کړی، چې د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې پراختیايي برخې ته هم پاملرنه زياته شي.

نوموړي ویلي، چې اوس په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځه تللي او د پراختیایي پروژو د ترسره کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ورته‌مهال جان ایلیف په افغانستان کې د شته امنیت له امله خوښي څرګنده کړې او دا یې د یاد سازمان د فعاليتونو د لا ښه ترسره کېدو په برخه کي ګټور بللی دی.

نوموړي دغه‌راز د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسلامي امارت له لورې وړاندې کېدونکي خدمتونه او مرستې ستایلي او په دې برخه کې يې د یاد سازمان له خوا د لا ډېرو مرستو وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.

په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو، ستونزو د حل او اغیزمنو مرستو پر دوام ټینګار کړی.