د معیار او کیفیت ادارې د بې کیفیته توکو د را وارېديدو د مخنیوي او د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب په موخه د خپلو هڅو په دوام د برېښنایي وسایلو یوه محموله، چې ټوليز وزن يې۲۳۶۰ کیلوګرامه و او د جوسر، مکسر او د سلاد ماشینونه پکې شامل و، د فراه ولایت د شېخ ابو نصر فراهي بندر څخه بېرته وګرځول.
یادې ادارې ویلي، چې دا محموله له اړینو ارزونو وروسته، له کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله غیرې معیاري وپېژندل شوه او د هېواد بازارونو ته یې له ننوتلو څخه مخنیوی وشو.
د معیار او کیفیت اداره زیاته کړې، د هېوادوالو د روغتیا د ساتنې او د وارداتي توکو د کیفیت د تضمین په تړاو د خپلې کلکې ژمنې په ټینګار سره اعلانوي چې د هېواد په ټولو بنادرو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفافه او منظمه توګه دوام لري.
دغه راز یادې اداره ټینګار کړې، چې د عامې روغتیا لپاره د بې کیفیته، غیرې معیاري او زیان رسوونکو توکو د راننه کېدو پر وړاندې هېڅ ډول نرمښت شتون نلري او اړین ګامونه په جدي او دوامداره توګه تر لاس لاندې دي.

