ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مفتي عبدالمتین قانع: په شرایطو برابرو کسانو ته به د ځانګړې کړنلارې له مخې وسلې ورکول کېږي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د هغو کسانو لپاره چې د وسلو د ساتنې او لېږد شرایط پوره کوي، ځانګړې کړنلاره جوړه شوې او د اړتیا په صورت کې به د همدې میکانېزم له مخې وسلې ورکول کېږي.

کورنیو چارو وزارت وایي، د هغو کسانو لپاره چې د وسلو د لېږد په شرایطو برابر دي؛ یوه ځانګړې کړنلاره ترتیب شوې او په همدې اساس وسلې وېشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع ملي نیوز ته ویلي، چې دا مهال په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او هېڅوک اړتیا نه لري چې له ځان سره وسلې ولېږدوي.

نوموړي زیاته کړې، که اړتیا رامنځته شي، نو سوداګرو او په شرایطو برابرو کسانو ته به د نافذه اصولو او ځانګړې کړنلارې له مخې د وسلو د ساتنې او لېږد اجازه ورکړل شي.

ښاغلي قانع څرګنده کړې، چې د وسلو د ساتنې او لېږد د اصولو پر بنسټ، په شرایطو برابرو سوداګرو او د بېلابېلو سکتورونو استازو ته په خپلو کورونو او کاري ځایونو کې د وسلو د ساتلو جواز ورکول کېدای شي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی او له همدې امله سوداګر، خصوصي بنسټونه او نورې ادارې د پخوا په څېر د وسلو اخیستو او لېږد اړتیا نه احساسوي.