اسلامي امارت د ۲۰۲۶ کال د نړیوالې سولې د شاخص هغه راپور، چې افغانستان یې د نړۍ د اوو ناامنو هېوادونو په ډله کې شامل کړی، له واقعیتونو لرې بللی او رد کړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت ویلي؛ چې افغانستان له بشپړ امنیت څخه برخمن دی او دا مهال په هېواد کې ګڼې سترې اقتصادي، بنسټیزې او سیمهییزې پروژې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد اوسېدونکي د سرتاسري امنیت تر سیوري لاندې په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي او د ناامنۍ په اړه راپورونه د افغانستان له عیني واقعیتونو سره سمون نه لري.
بلخوا، یو شمېر سیاسي او پوځي چارو شنونکو هم د نړیوالې سولې د شاخص ارزونې له واقعیتونو لرې بللې او ځینې نړیوال بنسټونه یې د افغانستان په اړه پر دوهګوني چلند او جانبدارۍ تورن کړي دي.
سره له دې چې د یاد راپور له مخې په افغانستان کې د «خوندیتوب او امنیت» شاخص ۱.۵ سلنه او د «سیاسي ثبات» شاخص ۱۰ سلنه ښه شوی، خو اسلامي امارت او یو شمېر شنونکي وایي، چې د هېواد امنیتي وضعیت تر هغه ډېر ښه شوی، کوم چې په راپور کې انځور شوی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې میاشتې په ترڅ کې له دوو میلیونو څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي دي.
د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي، چې د نظام له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې سرتاسری امنیت ټینګ شوی او ګڼې سترې پراختیایي او سیمهییزې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.

