ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر عبدالباري عمر او د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر تر منځ د ویډیو کنفرانس له لارې د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیګ میرزا محمداُف سره د ویډیو کنفرانس له لارې د برېښنا اړوند موضوعاتو په تړاو ناسته کړې.

 په دې ناسته کې ډاکټر عبدالباري عمر افغانستان او اوزبیکستان دوست هېوادونه بللي او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې اقتصادي همکارۍ به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او دا کار به د راتلونکو نویو پرمختګونو لپاره غوره پیلامه وي.

 ورته مهال د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او پیاوړتیا هڅې ستایلي او د دغه بهیر د پیاوړتیا په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

 د یادونې وړ ده، چې په دې ویډیویي کنفرانس کې دواړه لوري یو شمېر موضوعاتو کې ګډې هوکړې ته نږدې شوي، چې ډیر ژر به یادې هوکړې وروستۍ شي.