د اوبو او انرژۍ وزير ملا عبداللطيف منصور هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي، د هريرود- مرغاب له عمومي حوزوي ریيس مولوي عبدالسلام مستوفي اغا او د هرات د اوبو او انرژي له ریس مولوي سردار عزيزي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په اړه د خبرو ترڅنګ، له ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هوارولو په اړه هم خبرې شوې دي.
همدارنګه، ملا عبداللطيف منصور د دې سفر پرمهال په فراه ولایت کې د بخشاباد بند له رغنیزو چارو هم لیدنه کړې او د دې بند د انحرافي تونلونو د چارو پر بشپړېدو یې ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یادو تونلونو چارې له ٨٥ څخه تر ٩٠ سلنې پورې تر سره شوې دي، چې د کارونو له بشپړېدو وروسته به د خاورین بند چارې پیل شي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزیر د فراه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او له شته امکاناتو سره سم یې د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

