ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په برخه کې د سوداګرو او خبیرو وطنوالو د هر ډول طرحو هرکلی کوو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خصوصي سکتور له لوري راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په کنفرانس کې ګډون وکړ.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول راستنېدونکو وطنوالو ته چې په اجباري ډول له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه را اېستل کېږي، د کار موندنې مسله ډېره مهمه ده، اړینه ده چې یادې برخه ته جدي پاملرنه وشي ترڅو وتوانېږو د کډوالو موضوع په سمه توګه حل کړو.

نوموړي د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د کار ملي کنفرانس ته په اشارې چې د پوهنتون استادانو او متخصصینو پکې حضور درلود زیاته کړې، هره هغه طرحه چې د سوداګرو او خبیرو اشخاصو له لورې د هېواد دننه یا بهر کډوالو ته د کار موندنې لپاره وړاندې کېږي موږ یې تود هرکلی کوو، همدا راز هڅې کوو د یادې موضوع د حل لپاره له دې نظریاتو څخه مناسبې تګلارې ومومو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، د هغو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره چې غواړي هېواد ته راستانه شي، د پانګونې د اسانتیا په موخه ټاکل شویو کمېټو د پام وړ کارونه کړي او تر دې دمه ۲۹ تنه سوداګر او صنعت کاران چې له هېواده بهر یې شرکتونه او کارخونې درلودې هېواد ته راستانه او له دغو اسانتیاوو برخمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د هغو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره چې کارخونې او تاسیسات یې له بهر څخه هېواد ته را لېږدولي د پینځو کلونو لپاره مالیاتي معافیت، د دوی د ماشنیرۍ لپاره ګمرکي معافیت، له هر ډول تعرفې پرته د افغانستان لاس دوه عراده موټرو را لېږدول، د شته توکو د ګمرکي او مالیاتي محصول معافیت، د یوې نمرې ځمکې وېش، هغو انجنیرانو ته چې له بهره هېواد ته راځي د دوه کلنې ویزې صادرول، د کور او په صنعتي پارک کې د ځمکې ځانکړې کول، بانکي اسانتیاوې او په معادنو او کرنه کې د پانګونې د لاسرسي حق په پام کې نیول شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هڅو په پایله کې ټاکل شوی د قطر هېواد ۷۰۰ تنو افغان کارګرانو ته ویزې صادر کړي او دوی به په رسمي توګه یاد هېواد ته ولېږدول شي.

نوموړي همداراز هیله څرګنده کړې، چې له یوه بل سره د همکارۍ له لارې ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول راستنېدونکو ته ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.