ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد او د اوزبیکستان د استخباراتو ریيس لیدنه؛ د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار شوی

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د اوزبیکستان د استخباراتو له رییس جنرال قربانوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د یاد هېواد د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې، اوزبیکستاني پلاوي په هېواد کې د بشپړ امنیت او اقتصادي پرمختګ په اړه خوښي ښودلې او د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا يي ټينګار کړی دی.

مولوي محمد یعقوب “مجاهد” په نړيوال سټيج کې د افغانستان په اړه د اوزبیکستان هېواد د مثبت موقف څخه مننه کړې او د دوه اړخيزو اړيکو پر پراخوالي يي ټينګار کړی دی.

د ليدنې په پای کې دواړو لوریو د سرحدي همکاريو د ښو اړیکو په درلودلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې او نظرونه شریک کړې دي.