د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ پاکستان ته تللي پلاوي په اسلام اباد کې د دې هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او په دې برخه کې د همکاریو پر پراختیا، ترانزیټي اسانتیاوو او د شته ستونزو پر حل لارو خبرې شوي.
همداراز په دې ناسته کې د صادراتو د زیاتوالي په موخه پر ځینو افغاني صادراتي توکو د تعرفو د راکمولو په اړه هم خبرې شوي او تمه ده چې په دې اړه به د دواړو هیوادونو تر منځ هوکړه وشي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پرېکړه به د صادراتو د اسانۍ ترڅنګ، د افغان سوداګرو او تولیدوونکو لپاره یو مثبت بدلون راولي.

