د افغاني سرې میاشتې سرپرست لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جهاد ارګینای، د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت مشاور عبدالله دوندار، د ټیکا ادارې رییس فاضل اکین، د دیانت ادارې مسول عبدالقدیر بکیر اُغلو او د افغانستان لپاره د ترکیې سرې میاشتې مسول فرید احمد ضیاء سره د ګډو همکاریو په موخه غونډه جوړه شوي وه.
دغه غونډه افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره افغانستان کې د ماموریت د پای ته رسیدو په اړه د مخه ښه او افغانستان کې د ترکیې هېواد د خیریه فعالیتونو د مننې په پار جوړه شوې وه؛ چې افغاني سرې میاشتې سرپرست افغانستان کې د ترکیې د سفیر ماموریت مثبت او له لاسته راوړنو ډک بللی.
نوموړي همدا راز له بېوزلو افغانانو سره د مرستو په اړه د ترکیې سرې میاشتې او د دې هېواد خیریه بنسټونو څخه مننه کړې.
مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې له سفیر غوښتې، چې له خپل ماموریت وروسته له افغانستان سره خپلې همکارۍ روانې وساتي او د افغانستان رښتینی انځور او بشري اړتیاوې نړۍ ته روښانه کړي، ترڅو نړیوال له افغانستان سره تعامل او مرستو ته را وړاندې شي.
د ترکیې سفیر افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د چارو په ښه ترسره کولو کې د افغاني سرې میاشتې هڅې ستایلي.
نوموړي ویلي؛ چې “موږ له افغانستان سره د ورورۍ ژورې اړیکې لرو او دغه اړیکې به تل ژوندۍ وي، مونږ د همدې ورورۍ پر بنسټ تل د افغانانو لاسنیوي ته چمتو یو”.
ښاغلي ارګینای زیاته کړې، موږ هڅه کوو چې افغانستان کې د یتیمانو پالنې مرکزونو د جوړښت او کونډو ته د کاري فرصتونو د پیدا کولو په برخه کې اخیستی ګامونه پلي شي.

