ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.

دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

د ملي تدارکاتو کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۸ پروژې د منظورۍ په موخه وړاندې شوې.

له بحث وروسته ۱۹ پروژې تعدیل، د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې او د یوې بلې قرارداد فسخه شو.

همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو یې بیا ځلې تدارکاتي پروسه و ارزوي او د یوې بلې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکي شرکت سره د پروژې د قېمت په اړه مذاکره وکړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.