ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر دوکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټیلیفوني مکالمه کې د افغانستان او قطر پر دوه اړخیزو اړیکو، له جرمني څخه د ۸۱ افغانانو د راستنولو بهیر او پاتې پړاوونو او افغانستان ته د کډوالو د وروستیو څپو په تړاو خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مخ پر وده بللې او د جرمني له فډرال جمهوریت سره په وروستیو خبرو او پرمختګونو کې یې د قطر د اسانچاریو مننه کړې ده.

مولوي امیرخان متقي هيله څرګنده کړې، چې د بشري ادارو په مرسته به له جرمني څخه راستانه شوي افغانان په وطن کې خپل عادي ژوند پیل کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې په جرمني کې به د افغان ډیپلوماټانو له خوا مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې شي او د خبرو راتلونکي پړاوونه به هم په مثبت ډول پر مخ ولاړ شي.

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر دوکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، چې افغانستان د قطر دولت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او په دې وروستیو کې یې د قطر په اسانچارۍ د افغانستان او جرمني ترمنځ وروستی پرمختګ مهم بللی دی.

نوموړي ژمنه کړې، چې د قطر دولت به د دې پروسې په راتلونکو پړاوونو کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې افغانستان ته د کډوالو د راګرځېدو وروستۍ څپې له نږدې څاري او له اړوند ارګانونو سره کار کوي، تر څو د افغانستان له حکومت سره د وضعیت په مدیریت کې مرسته وکړي.