د سټنډرډ ملي ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې کړنې او لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د سټنډرډ عالي شورا په تېر یوه کال کې ۶۴ سټنډرډونه او ۱۶۴ د ازموینې طریقې تصویب کړې دي.
دغهراز د سټنډرډ او ازموينې د طريقي ٢٦۴ جلده مسودې چمتو شوې او ۱۱۲۱ جلده سټنډرډونه او ۱۳۳ جلده ساختماني کوډونه دولتي ادارو او خصوصي سکټور ته وېشل شوي دي.
دوی ټینګار کړی، چې د ملي سټنډرډونو تدوين د نړيوالو منل شويو اصولو پر بنسټ او د سټنډرډ جوړونې د نړيوال سازمان (ISO) له لارښودونو سره سم تر سره كېږي.
سربېره پر دې د یادې ادارې د تخنيکي کمېټو د فعاليت له پيل څخه تر اوسه په ټولیز ډول ۹۴۹ سټنډرډونه او شپږ ملي کوډونه د افغانستان د جغرافيايي اقليمي، چاپېريالي، اقتصادي او كلتوري شرايطو په پام کې نیولو سره ترتيب شوي دي.
مسولینو زیاته کړې، چې تېر کال د مرکز او ولايتونو په کچه د ۴۰ تولیدي او وارداتي شركتونو فعاليتونه تر څارنې لاندې نيول شوي او د هېواد په بندرونو کې په ټوليز ډول د ساختماني موادو ۸۳ زره او ۷۸۵ محمولې د کيفيت تر کنټرول لاندې راغلې، چې ۵١ یې د سټنډرډ خلاف تثبيت شوې دي.
د دې تر څنګ د ودانيزو توکو ۳۳۲ نمونې، د نساجی توکو ۱۸۴ نمونې او د برېښنايي وسايلو ١٦٨ نمونې د دې ادارې لابراتوارونو ته استول شوې او د ازموینو پایلې يې له اړوند ادارو سره شریکې شوې دي.
د مسولینو په خبره، د خوست، فراه، ننګرهار، تخار، هرات او پکتيا ولايتونو په بندرونو کې د ځمکې د لېږد پروتوکول لاسلیک شوی او دا بهیر په نورو بندرونو کې هم د اجرا وړ دی.
همدارنګه د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله تعالى) د ۹۹۸ ګڼې حکم پر اساس د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د سټنډرډ جوړونې د تاسیساتو لپاره د پینځه جریبه ځمکې د ځانګړي کولو پروسه روانه ده.
د سټنډرډ جوړونې او مترولوژۍ د قانون وروستي کول، د شپږو کاري طرز العملونو تدوين، له سيمهييزو او نړيوالو سازمانونو سره د اړيکو پراخول، د علمي څېړنو او مطالعو تر سره کول او د ملي سټنډرډونو د تدوین بهیر ګړندی کول د دې ادارې له مهمو لومړيتوبونو څخه ګڼل شوي دي.

