ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د وسله‌وال پوځ لوی درسیتز: تېر کال ۹۶۴ زره عملیات شوي دي

ملي دفاع وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې کړنې او لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دې وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، تېر کال په ټول هېواد کې ۹۶۴ زره عملیات شوي دي.

په دې عملیاتو کې سلګونه نقلیه وسیلې، د پام وړ سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي، ماینونه، مخابرې، دوربینونه، موټرسایکلونه، نشه‌یي توکي، الکول او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې څه باندې ۱۰ زره منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د ګډو جګړه‌ییزو زده‌کړو او څه باندې ۲۳ زره نور له مرکزي او ساحوي تعلیمي مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې د هوایي ځواکونو یو زر او ۲۴۴ منسوبین له مسلکي زده‌کړییزو مرکزونو فارغ شوي او ۸ الوتکې ترمیم شوې دي.

د ملي دفاع وزارت مسولینو ویلي، چې افغانستان د ۲۰ ولايتونو او ۹۰ ولسواليو له لارې له شپږو هېوادونو سره پوله لري او د ډيورنډ له فرضي کرښې سره هم وصل دى. د ملي حاکمیت د دفاع لپاره د سرحدونو او ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په ټولیز ډول ۱۵ سرحدي لواوې، ۹۳ کنډکونه او ٧٦۵ سرحدي پوستې ځای پر ځای شوې دي.

سربېره پر دې ملي دفاع وزارت تېر کال په بېلابېلو برخو کې د ۴۲ پالیسیو او طرز العملونو بیاکتنه کړې، تر څو د وزارت له تشكيلاتي جوړښت او د اسلامي امارت له پالیسیو سره برابر شي.

د مسولینو په خبره، تېر کال د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اخراج پر مهال د اسلامي ملي اردو ۲۰۰ منسوبينو او ٦٠ نقليه وسيلو د کډوالو د لېږد په برخه کې خدمتونه کړي دي.

د دې تر څنګ ۲۲۹ زره او ۶۸۰ جوړې پلنګي او زر تشریفاتي یونیفورمونه، ۷ زره جوړې د ډاکټرانو او ناروغانو لباسونه او ۱۵ زره او ۸۰۰ ژمني جمپرونه وېشل شوي دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړې، چې د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه ۴۱ زره او ۶۸۴ بېلابېلې نقليه وسيلې، ۶ زره او ۴۸۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۷۲۴ مخابرې د وزارت په مركزي ورکشاپونو کې ترميم شوي دي.

دغه راز د امنیتي عملیاتو کول، د ځواکونو د وړتیاوو لوړول، د تاسیساتو جوړول او د عملیاتي پلانونو چمتو کول په روان کال کې د دې وزارت له مهمو پروګرامونو څخه ګڼل شوي دي.