د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ننګرهار ولایت د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د اسلامي او مسلکي زده کړو له ۲۲مې دورې څخه ۳۴۷ تنه پولیس له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
د فراغت په مراسمو د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینیت نظامي معاون پاسوال شیخ محمد نظر شینواري، د امنیه قوماندانۍ مسوولینو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر نورو شخصیتونو ګډون کړی و.
ویناوالو په خپلو خبرو کې فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت، ولس ته د خدمت او د اسلامي اخلاقو په رعایت سره خپلې دندې سرته ورسوئ.
همداراز د روزنیز مرکز قوماندان قاري رحمت الله نعماني له میلمنو مننه وکړه او له فارغ شویو پولیسو یې وغوښتل چې خپلې زده کړې د عمل او خدمت په ډګر کې عملي کړي.
په پای کې ګډونوالو ته تصدیقپاڼې ورکړل شوې او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

