ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ترکیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې د یمن له سفیر سره لیدنه وکړه

په ترکیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین د دې هېواد په پلازمېنه انقره کې د یمن جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد صالح طُریق سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او یمن ترمنځ د کلتوري ګډو ځانګړتیاوو تر څنګ، د دوه اړخیزو کلتوري همکاریو د پراخولو او پیاوړتیا د لارو چارو په اړه نظریات شریک کړل.

د یمن سفیر د افغانستان اسلامي امارت له پرمختګونو او لاسته ‌راوړنو خوښي وښوده او دا یې یو مثبت او اغېزناک ګام وباله او ويې ويل هیله لري، چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو ودان، سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وګرځي.

نوموړي همداراز د فلسطین پر دردوونکي حالت، په ځانګړي ډول د غزې د مظلومو خلکو پر وضعیت خبرې وکړې او د اسلامي امت پر یووالي او همغږۍ یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د زرګونو بې ‌ګناه ماشومانو د شهادت له امله یې ژور غم او درد احساس کړی دی.

په پای کې ښاغلي طُریق د افغانستان د اسلامي امارت له سفارت سره د کلتوري او تاریخي ګډو ارزښتونو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ  ورکړ.