د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ښوونیز مرکز له ۱۰۷مې دورې څخه ۷۸ تنه افسران، ساتنمنان او لسګونه ساتونکي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د عملیاتي چارو مرستیال پاسوال مولوي شریفالله “الهام”، د ښوونیز مرکز قوماندان سمونوال قاري سیفالرحمن “منصور”، د دعوت او ارشاد امر مولوي کریمالله “جلیبیب” او یو شمېر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د عملیاتي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې فارغ شویو ساتونکو ته د مبارکۍ تر څنګ یادونه کړې، چې له دې وروسته به د هېواد له اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو څخه د امنیت ساتنې دروند مسوولیت پر غاړه ولري.
همدارګه نوموړي د دندې پر مهال له دوی څخه د صداقت، ژمنتیا او مسلکیتوب غوښتنه کړې ده.

