ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د تولیداتو په برخه کې پانګونه له بهر څخه د وارداتو مخه نیسي او د هېواد د پرمختګ لامل کېږي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د فلزي عناصرو او د کرنیزو او صنعتي ماشین الاتو د تولید کارخونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون کړی.

په دې مراسمو کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې یو شمېر غړو او د اسلامي امارت لوړپوړو مسوولینو ګډون درلود.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې موږ کولای شو د صنعتکارانو او بزګرانو د اړتیا وړ فلزي وسایل او کرنیز او صنعتي ماشین الات په خپل هېواد کې تولید کړو او د هغوی په خدمت کې یې ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې چې کوم  کرنیز او صنعتي ماشین الات تولیدېږي، مناسبه بیه او لوړ کیفیت لري او له بهر څخه د دا ډول وسایلو د راواردولو اړتیا به کمه کړي او له بل لوري به د هېواد په کرنه او صنعت کې د تحول او پرمختګ لامل شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کرنیزو او صنعتي ماشین الاتو په تولید کې د ملي پراختیا شرکت مخکښ کېدل تقدیر کړي او له امارتي شرکتونو او خصوصي سکتور یې غوښتي، چې په نورو تولیدي برخو کې پانګونه وکړي، ځکه چې د تولیداتو په برخه کې پانګونه له بهر څخه د وارداتو مخه نیسي او د هېواد د پرمختګ لامل کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د کارموندنې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي، امارتي شرکتونه او خصوصي سکتور دې کوښښ وکړي، چې د راستنو شویو کډوالو ځوانانو له ظرفیت ګټه واخلي او د کار زمینه ورته برابره کړي.