د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطة العالم الاسلامي) له رییس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې خلیفه صاحب د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی ته ښه راغلاست ویلی او دغه ډول کتنې یې د افغانستان او سعودي عربستان د مسلمانو ملتونو تر منځ د ورورولۍ او یووالي په ټینګښت کې اغېزمنې ګڼلې دي.
خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، افغانستان او سعودي عربستان اوږدې او ژورې اړیکې لري، چې د ښه پاللو لپاره یې زیات تګ او راتګ ته اړتیا ده.
ورپسې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر د مننې په څرګندولو سره ویلي، ویاړو چې نن په افغانستان کې د امن په فضا کې د اسلامی امارت له مسولینو سره لیدنې کوو.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ته زموږ د راتګ لامل د دواړو هېوادونو تر منځ دعلماوو د علمي اړیکو ټینګښت او د رابطة عالم اسلامي له لارې د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ تر منځ د علمي اړیکو پیاوړتیا ده.

